معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ تونل د رغونې تړون خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوی

د سالنګ تونل د رغونې تړون خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولینو ويلي، چې ټولګټو چارو وزارت د سالنګ د تونل د داخلي برخې په ګډون د دې لویې لارې ۸۰ کیلومټره د بیارغونې د چارو تړون دوو خصوصي شرکتونو ته ورکړی دی.
مسوولین زیاتوي، چې د بیارغونې عملي چارې به ډېر ژر پيل شي.
په ورته مهال ځينې موټر چلوونکي او د سالنګ اوسېدونکي وايي، د دغې لویې لارې د خرابوالي له امله تر پوزې راغلي.
د دوی په خبره، د اوړي په موسم کې د خاورو او دوړو له امله ډېری ماشومان او سپین ږیري کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ټولګټو چارو وزارت د تونل په ګډون د دې لویې لارې د ۳۰ کیلومټره د رغولو چارې پیل کړې وې، خو د نهو میاشتو په تېرېدو سره یې لا هم برخلیک روښانه شوی نه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس