معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ سړک بنسټیزې چارې بشپړې شوې

د سالنګ سړک بنسټیزې چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یاد وزارت ویاند ویلي، دا مهال د دغې لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ د ۲۱مې ګالرۍ او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د سي ټي بي طبقي کارونه بشپړ شوي او د سیخ ګول تړلو کارونه یې دوام لري، چې په نږدې راتلونکې کې به کانکریټ اچولو ته چمتو شي.

د دوی په وینا، د جنوبي سالنګ اړوند د ۱۳، ۱۴ او ۱۵مې ګالرۍ او د سړک غاړي ویالو د کېندنې کارونه بشپړ او د سي ټي بي طبقې لپاره بشپړ چمتو شوی دی.

د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې او ترمیم کارونه په دریو برخو کې له دریو خصوصي شرکتونو سره د تړون له مخې دوام لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس