معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره کمېټه ټاکل شوې

د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره کمېټه ټاکل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس هېواد کې د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه رامنځته شوې.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وايي، دغه کمېټه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په مشرۍ چې ترکیب کې یې د سرحدي ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، د اړوند ولایتونو رییسان او د ملي دفاع وزارت استازي په کې برخه لري، ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او نورو سرحدي سیمو کې به فعالیت کوي.

همدا راز دغه کمېټه به د یادو سیمو اوسېدونکو ته د عصري او دیني زده کړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو د څښلو پاکو اوبو برابرولو او نورو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کوي.

د دغې حکم له مخې مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کمېټې د اړتیا وړ بودیجې په برابرولو کې مرسته وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس