معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سعودي عربستان له زندانونو ۳۱۴ افغان بندیان آزاد شول

د سعودي عربستان له زندانونو ۳۱۴ افغان بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء تکل رسنیو ته په یوې استول شوي خبرپاڼې کې ویلي، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان جنرال کونسلګرۍ تر پرلپسې هلو_ځلو وروسته ۳۱۴ تنه افغان بندیان چې هلته زنداني شوي وو، راخوشې شول.
د خبرپاڼې له مخې دغه بندیان په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طایف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا زندانونو کې بندیان وو چې اوس ورته خپل هېواد ته د راتګ زمینه برابره شوه.
تر دې وړاندې خارجه وزارت له پاکستانه هم د یو شمېر افغان بندیانو د خلاصون خبر ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس