معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سوریې انتقالي حکومت مشر د سعودي له ولیعهد سره لیدلي

د سوریې انتقالي حکومت مشر د سعودي له ولیعهد سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د سعودي عربستان له بادشاه او ولیعهد سره لیدلي.

عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد تېره ورځ ریاض کې له احمد الشرع څخه هرکلی کړی دی.

له دې وړاندې محمد بن سلمان د سوریې انتقالي دولت د رییس په توګه د احمد الشرع د ګمارل کېدو مبارکي ورکړې وه.

په سوریه کې له وروستیو بدلولونو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دمشق ته تللی و.

د سوریې انتقالي دولت ولسمشر له العربیې سره په مرکه کې ویلي، سعودي عربستان د سوریې په راتلونکې کې مهم رول لوبولی شي.

د یادولو وړ ده، چې دا د احمد الشرع لومړنی بهرنی سفر دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس