کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په رسمي توګه له د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتنه کړې، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د محاکمې لپاره دمشق ته وسپاري.
رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې الشرع له روسیې څخه د اسد د تسلیمۍ غوښتنه کړې او هغه شتمنۍ یې هم بېرته غوښتې، چې اسد مسکو ته د تګ نه مخکې انتقال کړې وې.
تر اوسه روسیې د سوریې د انتقالي حکومت د دغو غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو شنونکي باور لري، چې روسیه د سوریې د راتلونکي سیاسي برخلیک لپاره مهم تصمیمونه نیسي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/