معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سویډن لومړي وزیر خپل هېواد کې د قرآن کریم د سوځېدو له کبله بښنه غوښتې

د سویډن لومړي وزیر خپل هېواد کې د قرآن کریم د سوځېدو له کبله بښنه غوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د سویډن لومړي وزیر په سټاکهولم کې د شنبې په ورځ د قرآن کریم سوځول ژوره بې احترامي بللې ده. نوموړي د قرآن کریم د نسخو سوځول غندلې او په دې اړه یې له ټولو مسلمانانو بښنه غوښتې ده.
شنبې ورځ د سویډن په پلازمېنه کې یو ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د ترکیې د سفارت مخېته د قرآنکریم یوه کاپي وسوځوله، چې له امله یې اندونیزیا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، افغانستان ترڅنګ د خلیج د همکارۍ شورا او د اسلامي همکاریو سازمان په کلکه دغه چاره وغندله او عامل ته یې د سختې سزا غوښتونکي شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس