معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سټنډرډ ملي ادارې لخوا شېرخان بندر کې دوه ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته ګرځول شوي

د سټنډرډ ملي ادارې لخوا شېرخان بندر کې دوه ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته ګرځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۱ مه نېټه):
د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، دوه ټانکره نور بې کېفیته تېل یې له شېرخان بندر څخه بېرته مسترد کړي دي.
د یادې ادارې ویاند ویلي، دغه دوه ټانکرو کې شته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته مسترد شوي دي.
مسوولینو زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتي، چې هېواد ته باکېفیته توکي وارد نه کړي، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کېفیته نفتي توکو د راوارد کېدو د مخنیوي خبرونه ورکړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس