کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځایي مسوولینو ویلي، چې د سپین بولدک – چمن لار د تګ – راتګ پر مخ بېرته تړلې ده.
د مسوولینو په وینا، تېره ورځ دغه دروازه د افغان چارواکو سره د همغږي، ناستې او په دې اړه ګډ میکانیزم پرته لنډ وخت لپاره پرانېستل شوې وه، چې موخه یې د پرلت کوونکو او هغې غاړې ولسونو تېر ایستل وو.
د سرچینې په خبره، دا دروازه مخکې هم د پاکستاني حکومت له لوري د پاسپورټ په بهانه تړل شوې وه او تېره ورځ هم دوی پرانېستې وه، خو نن یې بیا تړلې.
افغان ځايي مسوولینو له خلکو غوښتي، چې پر دې لار له تګ – راتګ ډډه وکړي، څو د بندې لارې له امله بې ځایه په زحمت نه شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/