کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په خېبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته لوړ شو.
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه ایالت له تېرو څلورو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهد دی، چې په پایله کې یې ۱۱۷ نور کسان ژوبل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د یادې پېښې تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي.
د مسوولینو په وینا دې سېلابونو د پام وړ مالي زيانونه هم اړولي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/