معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د شمال د ډبرو سکرو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

د شمال د ډبرو سکرو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په شمال کې د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولینو ويلي، چې په تېر یوه کال کې د ډبرو سکرو استخراج او پلور له لارې څه باندې یو میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د مسوولینو په خبره دغه عواید د بانکي انلاین سیستم له لارې د دولت خزانې ته تللي او هېڅ راز لاسوهنه په کې نه ده شوې.

د هېواد د ډبرو سکرو تر ټولو ستر کانونه د هېواد په شمال کې موقعیت لري، چې د ځينو قراردادونو برخه یې خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوې ده.

دغه کانونه د هندوکوش د غرونو له لړۍ څخه د یوه کمربند په بڼه پیلیږي، چې له بدخشان ولایت څخه پيل او هرات ولایت ته رسېدلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس