معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د شمال ډبرو سکرو کانونو کې ۲۰ زره کسان په کار بوخت دي

د شمال ډبرو سکرو کانونو کې ۲۰ زره کسان په کار بوخت دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولینو ويلي، چې په ټولو شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو ۱۰۲۸ کانونه شتون لري، چې له ډلې یې ۳۳ دولتي کانونه یې په فني ډول د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له لوري استخراجیږي.

د راپور پر بنسټ، د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رییس ويلي، چې په ورځني ډول له دغو کانونږ تر زر ټنو پورې سکاره استخراج کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د شمالي ولایتونو په ټولو کانونو کې ۲۰ زره کسان په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.

د بغلان د څلورګونو کانونو عمومي آمر وايي، پخوا په یو شمېر کانونو کې د کان کیندنې پرمهال د کان اوسپنیز تحکیمات نه وو او دغه راز د سکرو د وېستلو لپاره هم ماشین شتون نه درلوده؛ ځکه خو به د کان د لوېدو له امله کان کیندونکو ته مرګ – ژوبله اوښته، خو اوس د سکرو د وېستلو لپاره د ماشینونو د برابرولو سربېره د کانونو سمڅې له یو بل سره وصل شوي او د کان کیندونکو د مرګ خطر کم شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس