کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد ویلي، چې راتلونکي کال کې به په ټول هېواد کې د ۲ سوه معیاري روغتونونو مرکزونه جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې وزارت هڅه کوي چې د افغانستان روغتیايي سیستم معیاري او ظرفیتونه لوړ کړي.
د عباد په وینا دغه وزارت د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه لنډ او اوږد مهاله پروګرامونه لري.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په روغتیايي برخه کې که څه هم شته ستونزې مني، خو وايي هڅه کوي چې شته ستونزې په معیاري ډول هوارې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/