معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عامې روغتیا وزیر د IFRC مؤسسې له مشر سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر د IFRC مؤسسې له مشر سره لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې د IFRC موسسې له مشر احمد سلیمان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، همغږۍ ښه کولو، د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو او د روغتیايي کارکوونکو د مدیریت په اړه بحث کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي جلالي د IFRC موسسې له مشر نه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو برابرولو، د اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحي عملیاتونو پیلولو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه، همدارنګه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه یې هم کړې.

همدا راز احمد سلیمان د افغانستان په اړه د IFRC د روغتیايي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د اړوند غوښتنو په اړه د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس