معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عدليې وزارت وایي، هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت په مطلق ډول بند دی

د عدليې وزارت وایي، هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت په مطلق ډول بند دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عدليې سرپرست وزیر ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، چې هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت په مطلق ډول بند دی، ځکه په وینا يې یاد ګوندونه نه شرعي بڼه لري، نه د ملت ګټې په کې خوندي دي او نه یې هم ملت غواړي.
یاد وزارت د خپلو یو کلنو فعالیتونو په راپور کې ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې يې د ۳۸ تقنيني سندونو، ۱۰ کړنلارو او یوې اساسنامې په ګډون ۴۹ تقنیني سندونه طرحه، تسوید او تدقیق کړي دي او اړوندو مراجعو ته يې لېږلي دي.
په راپورو کې همدارنګه ویل شوي، چې په تېر يوه کال کې ۱۴۰۱ کسانو ته د مدافع وکالت جوازونه ورکړل شوي او یا نوي شوي او د هېواد په کچه د عامه پوهاوي زر برنامې په لاره اچول شوې دي.
دوی زیاته کړې، چې د همدې یو کال موده کې يې د ټولنو په برخه کې د اتحادیو او د خېریه بنسټونو ۱۴۲ جواز لیکونه نوی صادر شوي، ۵ جواز لیکونه نوي شوي، ۱۴ جوازلیکونه لغوه شوي او د خېریه بنسټونو او ټولنو ۴۷۰ دفترونه څارل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس