معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عزیزي بنسټ لخوا د هرات زلزله‌ ځپلو ته جوړ شوی ښارګوټی پرانیستل شو

د عزیزي بنسټ لخوا د هرات زلزله‌ ځپلو ته جوړ شوی ښارګوټی پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد ملي سوداګر میرویس عزیزي هرات ته د خپل سفر پرمهال، د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب کلي کې زلزله ځپلو ته جوړ کړی ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د خبر پر بنسټ، دغه ښارګوټی نږدې ۳ سوه کورونه لري او پر جوړېدو یې ۲ سوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

دا ښارګوټی په معیاري او اساسي توګه جوړ شوی، چې ماشومانو ته د لوبو ځای، جومات، ښوونځی، روغتیايي مرکز او د اوبو رسولو سیستم ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس