معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عطامحمد نور له لوري پلورل شوې ځمکې دولتي تثبیت شوې

د عطامحمد نور له لوري پلورل شوې ځمکې دولتي تثبیت شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د تېر جمهوریت پرمهال د بلخ والي عطامحمد نور له لوري خالد بن ولید ښارګوټي کې پلورل شوې ځمکې دولتي تثبیت شوې.

د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې مزار شریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي ۲زره او ۷۶۰ جریبه ځمکې اسناد او مدارک تر څېړنو وروسته دولتي تثبیت شول.

دغه وزارت ویلي، د تصرف کوونکو تر اعتراض وروسته دغه موضوع شمال زون کې د ځمکو غصب ځانګړې محکمې ته وسپارل شوه، چې د یاد ښارګوټي له ټولې ځمکې یوازې ۱۰ جریبه یې شخصي تثبیت شوې ده.

د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د دولتي ځمکو بېرته راګرځول د افغان حکومت له اساسي موخو دی، چې د دې پروسې د لا ښه والي لپاره د هېواد په څلور زونونو کې ځانګړې محکمې هم جوړې شوې دي.

د ده ښارګوټي ځمکې د عطا محمد نور لخوا پر خلکو پلورل شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس