معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عمران خان پلویانو په ټول پاکستان کې لاریونونه پيل کړل

د عمران خان پلویانو په ټول پاکستان کې لاریونونه پيل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۹ نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کېدو وروسته د نوموي پلويانو په سترو لاریونونو لاس پورې کړی دی.
تر هغه وروسته چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان د رينجر يا مليشه يي ځواک له خوا ونيول شو، په ټول پاکستان کې لاریونونه پیل شول.
پوليسو په لاهور او کراچۍ کې د عمران خان پر پلويانو اوبه پاشلي او د دوی د تیت_وپرک کولو هڅه یې کړې.
په داسې حال کې چې لاریون کوونکو په پلازمينه اسلام آباد، راولپنډۍ او پېښور کې د خنډونو په اچولو سره سړکونه بند کړي او د لا ډېرو لارو د بندښت په اړه یې واکمن حکومت ته خبرداری ورکړی.
عمران خان نن ورځ اسلام آباد کې ونیول شو.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس