کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني ولایتي روغتون مشر ویلي، چې د روغتیایي آسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د ښځو لپاره ځانګړې عملیات خونه فعاله کړه.
د خبر پر بنسټ، نوموړي زیاته کړې، چې په یاده عملیات خونې کې د څه باندي یو میلیون افغانیو په ارزښت طبي وسایل چې له پخوا په دغه روغتون کې موجود ول، عملیاتونو ته چمتؤ شوي دي.
د ځایي اوسېدونکو په وینا تر دې وړاندې په ياده برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې په خبره یې د دغې عملیات خونې په فعالېدو سره به اوس دغه ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/