کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د ګډې ارزونې له مخې ویلي، چې د غزې د جګړې له ختمېدو وروسته د بیارغونې لپاره شاوخوا ۵۳ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
دوی ویلي، دغه پروسه به لس کاله وخت ونیسي او په لومړیو دریو کلونو کې باید ۲۰ میلیارده ډالر برابر شي.
د رویټرز په خبره د ۱۵ میاشتو جګړې له امله د غزې د زیربنایي ودانیو، عامه خدماتو، کورونو، سړکونو او برېښنا شبکو پراخ زیانونه لیدلي، چې د بېرته رغولو لپاره به لس کاله وخت ونیسي.
د ارزونې له مخې باید د دغه پروسې لپاره په لومړیو دریو کلونو کې ۲۰ میلیارده ډالر برابر شي، څو بنسټیزې اړتیاوې پوره او د خلکو ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/