معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غزې په ۴ ورځني اوربند کې به د ۵۰ اسراییليانو بدل کې ۱۵۰ فلسطیني وګړي آزاد شي

د غزې په ۴ ورځني اوربند کې به د ۵۰ اسراییليانو بدل کې ۱۵۰ فلسطیني وګړي آزاد شي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې چې له پیله یې نږدې اووه اونۍ تېریږي، د لومړني موقت اوربند له مخې چې حـ.ـماس او اسراییلو پرې هوکړه کړې، حـ.ـماس به د هغو شاوخوا ۲۴۰ یرغمل شویو څخه پنځوس تنه خوشې کوي، چې د اکتوبر په اوومه یې د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو برید کې یرغمل کړي دي، خو اسراییا به د دې په بدل کې له خپلو زندانونو لږ تر لږه ۱۵۰ فلسطینیان آزاد کړي.

ټاکل شوې، د یرغملو لومړنۍ ډله به چې شمېر یې شاوخوا لس تنه ښودل شوی، نن پنجشنبه آزاد شي.

د شوې موافقې له مخې به غزې ته چې اسراییل بشپړه محاصره کړی، پر بشري مرستو، درملو او سوند موادو بار سلګونو لارې ننوځي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس