معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غوري سیمنټو کارخونې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۶ سوه ټنو ته لوړ شوی

د غوري سیمنټو کارخونې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۶ سوه ټنو ته لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

د راپورونو له مخې د غوري سیمنټو کارخونې مسوولین وايي، په دې کارخونه کې د ورځې د سیمنټو د تولید کچه ۶ سوه ټنو ته رسېدلې ده.

د غوري سیمنټو کارخونې مرستیال ويلي، دغه کارخونه هره ورځ تر ۳۰ زره خلتو زیات سیمنټ بازار ته وړاندې کوي.

بل لور د غوري سیمنټو کارخونې کارکوونکي او انجینیران وايي، په دریو کاري وختونو کې د دې سیمنټو فابریکې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

دغه کارخونه اوسمهال ۷۵۰ کار کوونکي لري او په ۲۴ ساعته ډول کار کوي.

د غوري سیمنټو کارخونې د مرستیال په وینا د سیمنټو د تولید د زیاتوالي لپاره یې نورې هڅې روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د تولید کچه له ۶ سوو څخه ۹ سوه ټنو ته پورته شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس