کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، د غور – کابل لویه لار چې د ډېرې واورې اورښت له امله په بند بکک سیمه کې تړل شوې وه، بېرته د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د نوموړي په وینا، بامیانو ته مواصلاتي لارې، په ځانګړي ډول بند بکک، شاتو، آقرباط او قوناق لارې هم د واورې له پاکولو وروسته د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوې دي.
حق شناس زیاته کړې، چې د سړکونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره ترسره شوي او موټر چلوونکو ته یې هم سپارښتنه کړې، چې د واورو او یخنۍ له امله احتیاطي تدابیر خپل کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/