معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د فرانسې ولسمشر احمد الشرع ته د ورتګ بلنه کړې

د فرانسې ولسمشر احمد الشرع ته د ورتګ بلنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې پر اقتصادي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

مکرون احمد الشرع ته بلنه ورکړې، چې په راتلونکو اونیو کې پاریس ته سفر وکړي.

تر دې وړاندې د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو، انالینا بایرباک او ژان نول باروت د جنورۍ په ۳مه دمشق کې له احمد الشرع سره وکتل.

دوی ژمنه وکړه چې که د سوریې انتقالي حکومت په سیاسي خبرو کې د هېواد ټولې توکمیزې او مذهبي ډلې شاملې کړي، اروپا به یې ملاتړ وکړي.

د سوریې انتقالي حکومت د بشار الاسد له نسکورېدو وروسته د نړیوالو اړیکو په ټینګولو کې هڅې ګړندۍ کړې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس