معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د فلسطین په ملاتړ زرګونه لاریونوالو سپینه ماڼۍ کلا بنده کړې

د فلسطین په ملاتړ زرګونه لاریونوالو سپینه ماڼۍ کلا بنده کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې زرګونه لاریون کوونکي د فلسطین په ملاتړ د سپینې مانۍ مخته راټول او له بایډن غواړي، چې د اسراییلو له ملاتړه دې نور لاس واخلي.

ګارډین ورځپاڼۍ لیکلي، لاریون کوونکو له ځانونو سره هغه تختې هم لېږدولې، چې پرې لېکل شوي و، بایډنه ستا لاسونه په وینو لړل شوي او فلسطین آزاد کړئ.

لاریون کوونکو همداراز په غزه کې د نسل وژنې پر ضد شعارونه هم له ځان سره لېږدول.

بلخوا پولیسو د لاریون کوونکو تیت پرک کولو لپاره له مرچ لرونکې سپرې استفاده کړې او ځینې لاریون کوونکي یې نیولي هم دي.

د سپېنې مانۍ مخ ته لاریون وروسته له هغې ترسره شو، چې بایډن په خپله وروستۍ بیانیه کې پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون وویل، دا بریدونه اسراییلو سره د امریکا ملاتړ سره کرښه نه نقض کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ساعتونو کې پر غزه د اشغالګرو اسراییلو په بریدونو کې ۲۱۰ تنه شهیدان او ۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس