کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵زېږدیز کال آسیا جام سیالیو ته د لارموندنې پړاو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته رسېدلې ده.
د خبر پر بنسټ د آسیا جام د لارموندنې پړاو سیالۍ به د اکټوبر په ۱۷مه نېټه پیل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
افغان لوبډله به د دې سیالیو په ترڅ کې په ب ګروپ کې له بنګلدېش، کمبودیا، فیلیپين او ماکایو لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
د فوټبال فدراسیون ویلي، افغان لوبډلې د چمتووالي په موخه په کابل کې تمرینات هم ترسره کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/