ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰نېټه ده) د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له افغانستان سره د نړیوالو پر تعامل ټینګار کړی.
عبدالرحمن ال ثاني په خپله تازه مرکه کې ویلي، لویدیځ باید له افغانانو سره یوازې بشري مرستو ته تم نشي، بلکې له افغانانو سره تعامل ته لاره هواره کړي.