معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قطر په مالي لګښت هلمند کې د دریو پروژو عملي چارې پيل شوې

د قطر په مالي لګښت هلمند کې د دریو پروژو عملي چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د قطر د شاهي کورنۍ غړي حمد بن عبدالله بن محمد الثاني په مالي لګښت د يوې مدرسې، ښوونځي او روغتيايي مرکز رغولو چارې پيل شوې.
بهرامچه د هلمند د مرکز جنوب لور ته په ۳ سوه کیلو مترۍ کې لرې پرته سرحدي ولسوالۍ ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او اکثریت خلک یې په سوداګرۍ بوخت دي.
د هلمند ځایي چارواکو ويلي، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونه کورنیو ته پوهنیز او روغتیايي خدمات وړاندې شي.
هلمند هغه ولایت دی چې د تېرو دوو لسیزو جګړو او نا امنۍ له امله په کې ډېر کم پرمختیایي چارې ترسره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس