کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملي پراختیايي شرکت مسوولینو ويلي، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دوهم فاز ترڅنګ به شپږ لوی پلونه هم جوړ کړي.
د قوش تپې د کانال د پروژې د مسوول په وينا، دغه پلونه به د هغو ولسواليو او کليو د نښلولو په موخه جوړ شي، چې دغه کانال ترې تېریږي.
دا مهال د ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال د لومړي فاز په مسیر کې دوه لوی پلونه ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
له دغو پلونو یو د ترمز-مزارشریف ریل پټلۍ سره نښلوي او بل یې د مزار شریف-حېرتان پر لویه لاره د لویو او کوچنیو موټرو د تګ – راتګ لپاره جوړ شوی او لوی اقتصادي اهمیت لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/