کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملي پراختیا شرکت ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې دې شرکت ته د قوش تېپې کانال په اوږدو کې یو میلیون جریبه ځمکه ورکول کیږي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې به پر دې ځمکو کرنیز او صنعتي کمپلکسونه جوړ شي، چې د سیمې د اقتصادي پرمختګ او خلکو د ژوند ښه والي لپاره به مهم ګام وي.
بلخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په دې سیمه کې د دولتي او شخصي ځمکو د تشخیص چارې پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د قوش تېپې کانال د هېواد یو له ستراتېژیکو پروژو څخه ګڼل کیږي، چې بشپړېدل به یې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/