کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې امریکا، فرانسې او څو نورو هېوادونو د اسراییل او د لبنان حـ ـزب الله ترمنځ سملاسي د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې.
رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې لیکلي، چې دغه لنډمهاله اوربند به دواړو خواوو ته موقع ورکړي، چې رامنځته شوې جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.
په دې اړه یوه ګډه اعلامیه د امریکا، فرانسې، استرالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې لخوا هم لاسلیک شوې ده.
د اوربند دا غوښتنه په داسې مهال شوې، چې پرون چهارشنبه هم پر لبنان د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا ۷۲ کسان وژل شوي او ۲۲۳ نور ټپيان شوي دي.
د اسراییلي پوځيانو د تېرې دوشنبې او سه شنبې ورځې په بریدونو کې هم څه باندې پنځه نیم سوه کسان په لبنان کې وژل شوي وو.
بل لور د لبنان حـ ـزب الله هم سلګونه توغندي پر اسراییلو توغولي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/