معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لغمان مرکز کې ۶ زره ۱۸۵ بېوزله کورنیو ته د څلورم پړاو نغدي پیسو د ورکړې لړۍ پیل شوه

د لغمان مرکز کې ۶ زره ۱۸۵ بېوزله کورنیو ته د څلورم پړاو نغدي پیسو د ورکړې لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشري مرستو په لړ کې د لغمان ولايت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (RRDPO) مؤسسې په همکارۍ د لغمان ولایت مرکز کې ۶ زره ۱۸۵ بېوزله کورنیو ته نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شوه.
د مسوولینو په وینا دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳ زره ۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کیږي.
د لغمان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د بشري مرستو څخه د ښه تطبیق په موخه نظارت کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په منظم ډول به دغه چارې پرمخ ځي او کېدونکې مرستې به په ښه او شفافه بڼه تر مستحقو کورنيو رسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس