معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لغمان په الینګار کې د څلورو کورنیو ترمنځ مرګونې دښمني پای ته ورسېده

د لغمان په الینګار کې د څلورو کورنیو ترمنځ مرګونې دښمني پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغو څلورو کورنیو په خپلو منځونو کې له یو بل څخه لس تنه وژلي وو.
د خبر پر بنسټ، دغه ولایت کې د الینګار ولسوال ویلي، چې دوی د خپلو هڅو په پایله کې دغه روغه د الینګار اړوند کلمان دره کې کړې ده.
خبر زیاتوي، چې له دغو کورنیو څخه لومړی د مصطفی خان او عظیم خان کورنۍ وې،.چې د ۱۴ کاله دښمنۍ په جریان کې یې له یوه لوري ۵ تنه او له بل لوري ۲ تنه مړه شوي وو او ټپیان یې هم درلودل.
د خبر له مخې بله ډله بیا د ماموخان او خانوک کورنۍ وې، چې له ۱۵ کلونو دښمنۍ وروسته یې سوله سره وکړه، چې په دې ډله کې هم له یوه لوري دوه او له بل لوري یو تن وژل شوی و.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ګن شمېر دښمنۍ لرونکو کورنیو ترمنځ سولې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس