کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لغمان ولایت مهترلام ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ریاست په عوایدو کې د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د مهترلام ښاروالۍ ریاست د درېیمې ربعې د حساب ورکولو په غونډه کې ویلي، چې سږکال یې په ۹ میاشتو کې له ۱۷ بېلابېلو سرچینو څخه ۶۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، د تېر کال په ۱۲ میاشتو کې یوازې ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو، چې سږ کال دا رقم ۴۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د یاد ریاست مسوولین د عوایدو د زیاتوالي لامل ښه حکومتولي او له فساد څخه د ادارې پاکوالی یادوي.
بل لور د ښاروالۍ د سکتوري برخې مسوولین وایي، په همدې موده کې یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې کارونه ترسره کړي او یو شمېر نور یې تر لاسه لاندې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/