معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لومړي ځل لپاره د بلخ انګور روسيې ته ولېږدول شول

د لومړي ځل لپاره د بلخ انګور روسيې ته ولېږدول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ ولایتي چارواکو ویلي، د لومړي ځل لپاره د حېرتان بندر له لارې روسیې ته د انګورو لومړنۍ جوپه ولېږدول شوه.
د راپور پر بنسټ د ياد ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول ويلي، چې دغه ۲ زره کارټنه انګور پرون روسیې ته ولېږدول شول.
د نوموړي په وينا، دغه تازه انګور په يخچالي موټرو کې د حېرتان بندر له لارې ازبکستان او له هغه ځايه روسیې ته لېږدول شوي. نوموړی زياتوي چې د وروستيو مياشتو پر مهال له افغانستان څخه ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته د توکو لېږد زيات شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس