معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د لوړو زده کړو نوی ټاکل شوی وزیر: د عصري علومو پر مټ کولی شوی د هېواد د دفاع اسباب چمتو کړو

د لوړو زده کړو نوی ټاکل شوی وزیر: د عصري علومو پر مټ کولی شوی د هېواد د دفاع اسباب چمتو کړو

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۲۶مه او د اکټوبر میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د لوړو زده کړو نوی ټاکل شوی وزیر ندا محمد ندیم وايي د هېواد ځمکنۍ او فضايي دفاع او د دښمن په شا تمبول پر ځان بساینې ته اړتیا لري، چې په خبره یې د دې لپاره د اسبابو لرل اړین دي.
تېره شپه (د تلې ۲۵مه) د ا.ا د مشرتابه په یوه ځانګړي فرمان د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني ګوښه او پر ځای د کابل پخوانی والي ندامحمد ندیم د یاد وزارت لپاره نوی وزیر وټاکل شو.
ښاغلي ندیم د پوهنتون د استادانو یوې غونډې ته وویل، چې د هېواد دفاع لپاره وسایل برابرول د عصري علومو پر مټ کېدی شي: “د پوهنتون له شاګرده به داسې څوک جوړېږي، چې ټانک، توپ، ټوپک او اولوتکه به جوړولی شي او د مسلمانانو د دفاع اسباب به جوړولی شي “.
د نوموړي په وینا دا یو قرآني حکم دی او د فرض کفايي په درجه کې راځي او زیاتوي، له عصري علومو څخه په استفادې کولی شو عقیدوي او روحاني علومو ته رسېدنه وکړو.
د لوړو زده کړو وزیر، د نوي نسل په روزنه کې د پوهنتون د استادانو هڅې وستایلې او پر هغوی یې په یاده برخه کې د لا کارکولو غږ وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې امربالمعروف وزیر عصري زده کړې مستحب بللې وې، چې د نوموړي دغه څرګندونې د حکومتي چارواکو او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس