معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لویو پروژو عملي کېدو سره به د سیمې هېوادونو سره تعامل زیات شي

د لویو پروژو عملي کېدو سره به د سیمې هېوادونو سره تعامل زیات شي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خصوصي سکټور غړو ويلي، که چېرې د هغو سیمه ییزو اقتصادي پروژو عملي کېدو بهیر پیل شي، چې دا یوه لسیزه یې هېوادوال په تمه دي، له دې سره به د هېواد په اقتصادي ثبات باندې ژور او مثبت تاثیرات رامنځته شي.
د خصوصي سکټور غړو زیاته کړې، چې د ټاپي، کاسا زر، افغان ټرانس، ټاپ او دې ته ورته نورې پروژې هم شته چې په عملي کېدو سره به یې د افغانستان اقتصادي، امنیتي او سیاسي اړیکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره لا نورې ټینګي شي.
بل لور ته سرپرست حکومت د لویو پروژو د عملي کېدو لپاره خپل تیاری ښودلی.
د خصوصي سکټور غړي په داسې حال کې د لویو سیمه ییزو پروژو د عملي کېدو غوښتنه وي، چې د سرپرست حکومت مسوولینو ویلي، افغان لوری د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره پوره چمتوالی لري او که د پروژې نور شریکان وغواړي، دوی کولی شي، د دې پروژې عملي بهیر پیل کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس