معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ماليې وزارت وایي، نړیوال بانک هېواد کې د نیمګړو پروژو چارې بیا پیلوي

د ماليې وزارت وایي، نړیوال بانک هېواد کې د نیمګړو پروژو چارې بیا پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵  نېټه):

د راپورونو له مخې د مالیې وزارت مسوولینو ویلي، نړیوال بانک د هغو ۴۵ پروژو کار له سره پیلوي چې له دې مخکې درول شوې وې.

د راپور پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، دوی د پرلپیسې مذاکراتو په ترڅ کې له نړیوال بانګ سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې په لومړي ګام کې د خپلو نمیګړو پاتې پروژو لګښت پرې کړي او ژمنه یې ورسره کړې، چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې به په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د مالیې وزارت ویاند ویلي، چې د دغې ادارې شاوخوا ۴۵ پروژې نیمګړې پاتې دي او د کاسا زر په ګډون یې د ځینو پروژو لګښت هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي وو، چې د سرپرست حکومت تر واکمنېدو ورسته یې په افغانستان کې د څه باندې څلور نیم میلیارد ډالرو په ارزښت خپلې پروژې درولې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس