معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مالي ستونزو له امله د پاکستان دولتي هوایي شرکت الوتنې درېدلي

د مالي ستونزو له امله د پاکستان دولتي هوایي شرکت الوتنې درېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پاکستانۍ رسنیو ویلي، د سختو مالي ستونزو له امله د دغه هېواد هوایي شرکت (PIA) خپلې الوتنې په بشپړ ډول ودرولې دي.
د راپورونو له مخې د تېلو نه ترلاسه کېدو له امله نن هم ۵۰ الوتکې له الوته پاتې شوې دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د پټرولو دولتي کمپنۍ د پېسو نه ترلاسه کېدو له امله (PIA) ته د تېلو ورکړې څخه انکار کړی، چې له همدې امله د هېواد په بېلابېلو هوایي ډګرونو کې الوتکې له الوتنو پاتې شوې دي.
د پاکستان هوایي شرکت لا په رسمي توګه د (PIA) الوتکو د الوتنو د درېدو په اړه څه نه دي ویلي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس