معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مالیې وزارت په تېرو دوو اوونیو کې له ۷۱ زره کیلوګرامه زیات قاچاقي توکي ضبط کړي

د مالیې وزارت په تېرو دوو اوونیو کې له ۷۱ زره کیلوګرامه زیات قاچاقي توکي ضبط کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت مسوولینو ویلي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې ۷۱ زره ۷۶۶ کیلوګرامه بېلابېل قاچاقي توکي ضبط کړي، چې قاچاق‌ کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه توکي د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په مختلفو سیمو کې نیول شوي او هڅې روانې دي چې د قاچاق لړۍ لا نوره هم مهار شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي توکي د ګمرکي قوانینو پر بنسټ ضبط شوي او د قاچاقچیانو دوسیې اړوندو عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس