کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې د ماین پاکۍ موسسې DRC سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د ماین پاکۍ هوکړه لاسلیک کړه.
په دې کتنه کې چې د دې ادارې رییس نورالدین ترابي، د DRC موسسې مشرې دانیا الشریف او د هغې مل پلاوي ګډون کړی و، په افغانستان کې د ماین پاکۍ اړتیا او د دې پروګرام د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د هوکړې پر بنسټ یادې موسسې ته دنده وسپارل شوه، چې په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې څه باندې ۲۰۰ زره مربع متره ځمکه له ماینونو پاکه کړي.
د موسسې مشرې دانیا الشریف د دې پروژې د عملي کولو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې تر ۴ زره زیات کسان به په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دې فعالیتونو ګټه پورته کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/