معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د متحده اماراتو پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د متحده اماراتو پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

 

کابل-ګهیځ نیوز( د جدي ۲مه  نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لومړنیو دوه غیر رسمي یو ورځنیو سیالیو ته د یو شمېر نویو ځوانانو په ګډون افغان لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ یادو سیالیو ته د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي‌ خېل، ریاض حسن، محمداسحاق رحیمي، رحمت شاه، دروېش رسولي، بهیرشاه محبوب، ګبلدین نایب، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، عبدالرحمن رحماني، فریدملک، یامین احمدزی، بلال سمیع او ضیاالرحمن اکبر شامل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې ویکټ ساتونکی توپوهونکی اسحاق رحیمي ته د ملي لوبډلې په نوملړ کې چانس ورکول کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس