معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په ۲۰۲۵ کال کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې

د متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په ۲۰۲۵ کال کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویلي، چې متحده عربي امارات په پام کې لري، چې په ۲۰۲۵ زېږیز کال کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

سرپرست وزیر یاد هېواد ته د خپل وروستي سفر په اړه ویلي، چې دغه سفر له لاسته راوړنو ډک وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د شوې هوکړې پر بنسټ افغانانو ته د ویزو د بیا پیل په تړاو یو ګومارل شوی پلاوی کابل ته سفر کړی او د بهرنیو چارو وزارت کې یې په دې اړه غونډه ترسره کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس