معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د متقاعدینو تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړیږي

د متقاعدینو تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت ویاند ویلي، رهبرۍ یې سترې محکمې ته په یوه ۸ ماده ییز فرمان کې دنده سپارلې، څو د متقاعدینو د تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.

د نوموړي په خبره دا فرمان به د متقاعدینو د تقاعد په اړه لازمې چارې مخته یوسي.

د ویاند په وینا، د دغه فرمان موخه ټولو متقاعدینو ته پرته له تبعیضه تقاعدي حقوقو ورکړه ده.

همدا راز، د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، چې د دې ځانګړې محکمې له لارې به متقاعدین د خپلو تقاعدي امتیازاتو په اړه هر ډول ستونزې او خنډونه حل کړي، چې بیا به له قانوني لارې دوی ته د تقاعد حقوق ورکړل شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس