معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مزار – شبرغان ګازو پایپ لاین پروژې چارې عملاً د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې

د مزار – شبرغان ګازو پایپ لاین پروژې چارې عملاً د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جوزجان ولایت څخه د بلخ کوډ و برق ته د ۹۵ کیلو متره ګاز پایپ لاین پروژې کارونه عملاً د پټۍ په پرېکولو سره پیل شو.
دغه مراسمو کې د هیواد د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست وزیر، د بلخ والي، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال مشاور، د ماليې وزارت اداري مرستیال، د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت انحصاراتو عمومي مسوول، جوزجان ولایت کې د افغان ګاز رییس او افغان انجینرانو ګډون کړی و.
د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست خپلو خبرو کې وویل، یاده پروژه له ۵۲ کلونو وروسته یو ځل بیا عملي کیږي، چې د جوزجان ولایت د خواجه ګردک د سیمي څخه بیا د بلخ ولایت تر کوډ و برق پورې د ۹۵ کیلو متره په اوږدو کې رسیږي او دا پروژه به د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت سره د دریو کلونو په موده کې بشپړه شي.
د مسوولینو په وینا د دغې پروژې ټول مصارف د افغان حکومت له بودیجي څخه ورکول کیږي.
د یاد پاپیلین تر بشپړېدو وروسته به د کوډ و برق فابریکې کارونه لا چتکتیا پیدا کړي او د مسوولینو په وینا هڅه به وکړي، څو د مزار شریف ښار ټولو کورونو ته د همدې پایپ لاین پر مټ ګاز ورسوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس