معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مس عېنک کان د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره موزیم جوړیږي

د مس عېنک کان د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره موزیم جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال وايي، اطلاعات او کلتور وزارت د مس عېنک پروژې د لرغونو او تاريخي آثارو لېږد او استحکام ته ژمن دی او غواړي چې د يوې طرحې له مخې د قراردادي شرکت پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
نوموړی وايي، چې د مس عېنک پروژه د افغانستان او چين لپاره اقتصادي او تاريخي ارزښت لري، چې د همدې ارزښت له امله به یې ژر تر ژره عملي چارې پيل شي.
دی زیاتوي، د مس عېنک د کان په سیمه کې به د تاریخي اثارو لپاره یو موزیم جوړ کړي او هغه تاریخي اثار، چې وضیعت یې ښه دی، یاد موزیم ته به یې ولېږدوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس