معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د مصر په نیل سیند کې د بس د ډوبیدو له امله د مړو شویو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شو

د مصر په نیل سیند کې د بس د ډوبیدو له امله د مړو شویو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شو

یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: د مصري رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په شمال الدقهلیه ولایت کې نیل سیند ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله د قربانیانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.
په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور زخمیان شوي دي.
د مصر “اخبارالیوم” ورځپاڼې مخکې خبر ورکړی و چې یو مسافر وړونکی بس د تخنیکي ستونزو له امله له الدقهلیه ولایت څخه تېرېدونکي نیل سیند کې لوېدلی دی.
مصر په منځني ختیځ کې د وژونکو تصادفي پیښو له مخې لومړی ځای لري، چې د سړکونو خراب حالت او د موټر چلوونکو تېروتنې یې تر ټولو ستر لامل بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس