معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د معاصرې اسلامي نړۍ نوم وتی عالم یوسف قرضاوي ومړ

د معاصرې اسلامي نړۍ نوم وتی عالم یوسف قرضاوي ومړ

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۴مه نېټه او د سپټمبر ۲۶مه نېټه ده) د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې پخوانی مشر یوسف القرضاوي د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.
د اسلامي عالمانو نړیوالې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ټولنې د پخواني مشر مصري عالم القرضاوي مړینه اعلان کړه.
د ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: “یوسف القرضاوي، د اسلامي عالمانو د نړیوالې ټولنې بنسټ ایښودونکی مشر، چې خپل ژوند یې د اسلام د احکامو تشریح کولو ته وقف کړی وو وفات شو”.
قرضاوي د ۱۹۲۶ کال د سپټمبر په میاشت کې په مصر کې زیږیدلی، د قرآن او دیني زده کړو وروسته یې په ازهر پوهنتون کې زده کړې بشپړې کړې.
قرضاوي له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د اسلامي عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر و.
یوسف القرضاوي له کلونو راهیسې په قطر کې اوسېده. نوموړي تر شا د اسلام د تشریح او تفسیر په برخه کې ګڼ اثار پرېښودل، چې د پښتو او دري ژبو په ګډون د نړۍ نورو بېلابېلو ژبو ته ژباړل شوي دي.
د نوموړي مړینه د اسلامي نړۍ لپاره ستره ضایع بلل شوې او تر دا مهال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.
دوی وايي، یوسف القرضاوي د دې دور لوی مجتهد او د اسلام د اصیل فهم ریښتینی او با جرأته ترجمان و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس