معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو استازي د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د نجونو تحصیل بندښت په غبرګون کې د لاریون پرمهال نیول شوي:

د ملګرو ملتونو استازي د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د نجونو تحصیل بندښت په غبرګون کې د لاریون پرمهال نیول شوي:

کابل- گهيځ نيوز:(شنبه د جدي ۳مه ۱۴۰۱)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د هغو کسانو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه کړې، چې د نجونو په مخ د لوړو زده کړو د بندښت پر ضد د لاریون له امله نیول شوي دي.
بېنېټ په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي، د بیان له ازادۍ او غونډو انکار د بشري حقونو د کړکېچ زیاتوالي لامل کیږي.
نوموړي ویلي، ټول نیول شوي کسان دې خوشې او د نجونو پرمخ د زده کړو بهیر دې بېرته پيل شي.
د لوړو زده کړو وزارت له لوري تر امر ثاني پورې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او تعلیمي موسسو تر بندښت وروسته په کابل، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینو محصلینو لاریونونه وکړل چې د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د دغو لاریون والو له منځه یو شمېر یې نیول شوي دي، خو افغان حکومت تر اوسه د دغو کسانو د نیولو په اړه رسما څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس