کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو امنیت شورا ته نږدې سرچینو ویلي، چې د یادې شورا غړي به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) د ماموریت په اړه غونډه جوړوي.
دا غونډه به د یوناما د راتلونکي برخلیک په اړه پرېکړه وکړي؛ ځکه د دې ماموریت موده د مارچ میاشتې په ۱۷مه پای ته رسیږي.
د سرچینې په وینا دې غونډه کې دوه طرحې چمتو شوي، چې یوه یې د سویلي کوریا او امریکا له لوري وړاندې شوې او بله د چین او پاکستان له لوري جوړه شوې ده.
تر دې دمه د دواړو طرحو د جزیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د یوناما د راتلونکې د څرنګوالي، صلاحیتونو او د افغانستان له حکومت سره د تعامل پر څرنګوالي تمرکز وکړي.
د یوناما د ماموریت د تمدید، محدودیت یا بدلون په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو شنونکي باور لري چې د امنیت شورا د غونډې پایله به د افغانستان پر سیاسي تعاملاتو او نړیوالو اړیکو مستقیم اغېز ولري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/